مکروب یا او وایرسونه
دواړه وایرسونه او مکروب د انتاناتو سبب کیږي، خو مکروب وژونکی یوازې د مکروب خلاف کار کوي.
د وایرسی انتانات
- پشمول زکام، نزله، د وچې مرى ناروغی، د ستونی خوږ، د سینې زکام (د سږو انتان)، او زیاتره د ستونی خوږونه.
- عموماً د مکروبي انتاناتو په پرتله ډیر ساري وي. که چیرې په کورنۍ کې له یو څځه ډیر کسان یو شان ناروغۍ ولري، دا د وایرسي انتان احتمال لري.
- تاسو د مکروب انتان په څیر ناروغه کوالی شي.
- عموما په 5-4 ورځو کې ښه کیږي خو دا ممکن په بشپړه توګه ښه کیدو کې تر دریو اونیو پورې وخت واخلې.
- مکروب وژونکي د وایرسی انتانونو لپاره کار نه کوي
د مکروب انتانات
- د وایرسي انتاناتو په پرتله لږ عام دي.
- د وایرسي انتانونو په څیر په اسانۍ سره د یو کس څخه بل ته نه خپریږي.
- په عام بیلګو کې د ستونی خوږ او د نمونیا ځینې ډولونه شامل دي.
- مکروب وژونکي د مکروبی انتانونو لپاره کار کوي، خو تل اړین نه وي

د مکروب وژونکیمقاومت
د مکروب وژونکی مقاومت د پراختیا محدودولو لپاره په هوښیارۍ سره مکروب وژونکي وکاروئ.

السونه مینځل
السونه مینځل د انتانونو د خپریدو د مخنیوي ترټولو غوره طریقه ده.
تبه

تبه د بدن لوړه حرارت درجه ده، اکثر د ناروغۍ له امله وي. هغه پوستکې چې سور، ګرم او وچ وي، حتی د تخرګونو الندې، د تبې نښه ده.
ستاسو د حرارت درجه یا ستاسو د ماشوم د حرارت درجه په دې پوری اړه لرې چې دا کوم ځای اندازه کیږي.
تبه:
- د بدن سره د انتان په مبارزه کې مرسته کوي
- د وایروسی او د مکروبي انتانونو سره راپیښداې شی
انتظام:
- تبه یو حفاظتې میکانیزم دی چې دا د بدن سره د انتان سره مبارزه کې مرسته کوي. تبه د وایروسي او د مکروبي انتانونو سره راپیښیدای شي.
- که چیرې تبه لرونکی کس بې آرامه وي نو د اسیټومینوفین یا آیبوپروفین (د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته غور وکړئ.
- ځان یا خپل ماشوم ته سپک کالي واغوندوئ چي تاسو یخ یي خو چې رپیږئ نه، ځکه چې رپیدل ډیر تودوالې جوړوې. د خونې د حرارت درجه تقریبا 20 ډګری سینټی ګریډ وساتئ یا يي په آرامۍ سره یخه وساتئ.
- په کافی مقدار یخ مایعات وڅښئ. خپل ماشوم ته هر ساعت د ویښ کیدو په وخت کې یخ مایعات یا شیریخ وړاندې کړئ.
که چیرې د هر عمر کس تبه او خارښت ولري او په داسې سیمه کې وي چیرې چې شری ګردش کوي، د غوره عمل په هکله د مشورې ترالسه کولو لپاره اړیکه Health Link ( په Alberta کې 811 ډایل کړئ) ونیسئ.
زکام اوبهیدونکې پوزه

زکام د وایرسونو له امله جوړیږې. تقریباً 200 مختلف وایروسونه شته چې د زکام سبب کیږي. ماشومان په کال کې 10-8 ځله په زکام اخته کیدی شي. لویان لږ زکام لري ځکه چې دوی د ځینې وایرسونو خالف مدافعت پیدا کړي وې. مکروب وژونکي د زکام وایرسونو خالف کار نه کوي.
عالیم:
- په پیل کې، د سر درد، تبه، او اوبلني سترګي، وروسته د بهیدلې پوزه، د ستونی خوږ، پرنجی او ټوخی.
- د پوزې مایع په پیل کې کې صفا وي خو ټینګ زیړ یا شین رنګ ته بدلیږي.
مخنيوی:
- د هغه وایرسونو د خپریدو مخنیوي لپاره خپل السونه ومینځئ چې د زکام سبب ګرځې.
خپلو ماشومانو ته د السونو مینځلو زده کړه ورکړئ.
انتظام:
- ډیری اوبه وڅښئ، په هر هغه حرارت کې چې خورا آرامونکی وي.
- که چیرې زکام لرونکی کس بې آرامه وي د اسیټامائنوفن یا آیبوپروفین (د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته غور وکړئ.
- که چیرې تاسو زکام لرئ یا د یو چا پامرنه کوئ چې زکام لري، نو خپل السونه په مکرر ډول ومینځئ ترڅو د نورو اخته کیدو مخه ونیسئ.
- د ټينګښت کمولو یا ټوخي شربت ممکن د عالیمو سره مرسته وکړي خو د زکام اوږدوالی به لنډ نه کړي.
یاددښت: دا محصوالت د شپږو کالو څخه کم نوی زیږدلي کوچني یا ماشومانو ته مه ورکوئ.
یاددښت: د ټينګښت کمولو او د ټوخي شربت ممکن د تبې کمولو درمل هم ولري. لیبلونه په احتیاط سره ولولئ او د خپل دواساز یا ډاکټر سره يي چیک کړئ ترڅو د زیات ډوز څخه مخنیوی وشي.
د مالګې اوبو (سیالین) د پوزې څاڅکي د تنګي درملنې لپاره وکاروئ، په ځانګړې توګه د ماشومانو او کوچنيانو لپاره. د مالګې د اوبو تجارتي څاڅکي یا سپرې وکاروئ یا خپل جوړ کړئ.
په کور کې جوړ شوې د مالګې اوبو څاڅکي
یوځای يې ګډ کړئ:
- 1 پیاله (240 ملی لیټره) مقطري اوبه (که چیرې د نل اوبه کاروئ، نو د یوې دقیقې لپاره یې وایشوئ چې اول پاکې شي بیا يي یخې تر تړمو پوري یخې کړئ)
- ½ د چايو كاشوغه (2.5 ګرام) مالګه
- ½ د چايو كاشوغه (2.5 ګرام) د پخلي سوډا
محلول په پاک بوتل کې د څاڅکي ورکوونکي سره کیږدئ (په درملتونونو کې شته دې). تاسو یو بلب سرنج هم کارولې شئ. هر 3 ورځي وروسته یو تازه محلول جوړ کړئ.
د کارولو لپاره:
- کښینئ او خپل سر لږ شانتې شاته کوږ کړئ. مه پریوځئ. د څاڅکي کوونکي څوکه، د بلب سرنج په یوه سپیږمه کې کیږدئ، یا بوتل لږ شانتې ونښتیځئ. په نرمۍ سره یو څو څاڅکي په سپیږمه کې واچوئ یا وڅڅوئ. د خپلې بلې سپیږمې لپاره يي تکرار کړئ. کونسترګی د هر کارولو څخه وروسته په پاک ټوکر یا د تشناب کاغذ سره پاک کړئ.
انفلونزا

انفلونزا (یا نزله) د وایرس له امله رامنځته کیږي. د انفلونزا سره لویان د عالیمو له پیل کیدو څخه وروسته د 5-3 ورځو لپاره وایرس نورو ته خپرولي شي. د انفلونزا سره ماشومان تر 7 ورځو پورې نورو ته وایرس خپورولې شي
عالیم:
- تبه/سړه تبه
- د سر درد
- د عضالتو او بدن دردونه
- ستړيا احساسول
- د ستونی خوږ
- بهېدونکې یا سانيوونکې پوزه/پرنجي کول
- ټوخې
مخنيوی:
- د انفلونزا یو کلنۍ ویکسین ولکوئ.
- خپل السونه ومینځئ، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې تاسو د یو چا سره یاست چې ناروغ وي. خپل ماشوم ته د الس مینځلو په هکله زده کړه ورکړئ.
- د پرنجي یا ټوخي په وخت کې خپله خوله او پوزه وپوښئ.
- خپل ماشوم ته د ښه تنفسي آدابو د کارولو ښوونه وکړئ.
انتظام:
- په کافی مقدار مایعات وڅښئ لکه اوبه.
- ډیر آرام وکړئ یا خپل ماشوم ته د ډیر آرام کولو اجازه ورکړئ. په کور کې پاتې شئ یا خپل ماشوم د ناروغۍ په اولنو څو ورځو کې په کور کې وساتئ چې آرام وکړې او نورو ته د خپریدو مخه ونیسي.
- د تبې، سر درد، او د بدن دردونو لپاره د آسیټامینوفین یا آیبوپروفین(د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته غور وکړئ.
د انفلونزا موسم عموماً هر کال په نومبر یا دسمبر کې پیل کیږي او په اپریل یا می کې ختمیږې. ځینې وختونه، انفلونزا د نمونیا سبب ګرځیدای شي.
د سینوس انتان

سینوسونه د پوزې او سترګو شاوخوا د هوا څخه ډک ځایونه دي. سینوسایټس هغه وخت رامنځته کیږي کله چې په سینوسونو کې مایع جوړه شي.
سینوسایټس زیاتره د زکام وروسته راپیښیږي خو زیاتره زکام د مکروبي سینوسایټس سبب نه ګرځي. د سینوسایټس عالیم ډیر شدید وي او د زکام څخه ډیر دوام لري.
عالیم:
د مخ درد یا فشار، سر درد، د غاښ درد، د ستړیا احساس، ټوخی، تبه.
د زیړ یا شنې پوزې موادو خارجیدو سره بنده پوزه چې د 10 ورځو څخه ډیرو ورځو پورې دوام لري هغه نښه ده چې تاسو ممکن مکروب وژونکی درملو ته ضرورت ولرئ.
انتظام:
- د درد او تبې لپاره د آسیټامینوفین یا آیبوپروفین (د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته غور وکړئ.
- د ماشومانو لپاره، د مالګې د اوبو څاڅکي یا سپرې وکاروئ چې د سپیږمو موادو خارجیدو کې مرسته وکړي (په 9 پاڼه د نسخې لپاره زکام/ بهیدونکې پوزه وګورئ); د لویانو لپاره، مالګینې اوبه ورکول ډیر موثره دي.
د ټينګښت کمولو یا ټوخي شربت ممکن د عالیمو سره مرسته وکړي خو د زکام اوږدوالی به لنډ نه کړي.
یاددښت: دا محصوالت د شپږو کالو څخه کم نوی زیږدلي کوچني یا ماشومانو ته مه ورکوئ.
یاددښت: د ټينګښت کمولو او د ټوخي شربت ممکن د تبې کمولو درمل هم ولري. لیبلونه په احتیاط سره ولولئ او د خپل دواساز یا ډاکټر سره يي چیک کړئ ترڅو د زیات ډوز څخه مخنیوی وشي.
میکروب او وایرس دواړه د سینوسایټس سبب کیدای شي (وایرس ونه تر 200 ځله ډیر عام دي).
د ستونی خوږ

د ستوني خوږ اکثر د زکام سره راځي. زیاتره د ستوني خوږ د وایرسونو له امله سبب کیږي. یو مکروب وژونکی به د وایرس له امله رامنځته شوي ستوني خوږ سره مرسته ونه کړي
ځینې د ستونې خوړونه د سټریپټوکوکس مکروب له امله سبب کیږي. که چیرې د ستوني خوږ سره بهیدونکې پوزه، ټوخی، خارښت، سترګو خوږ یا اسهال وي، دا احتماأ د وایرس له امله وي او د سټریپټوکوکس ستوني خوږ څخه نه وي.
ستاسو ډاکټر یوازې د دې په کتلو سره نشې ویلې چې د ستوني خوږ د سټریپټوکوکس ستوني خوږ دی.
- که چیرې د ستوني خوږ د زکام یوه برخه وي، دا ډیر احتمال ً د وایرس له امله سبب کیږي او د ستوني پاكوونى ته ضرورت نشته.
- که تاسو د زکام عالیم ونلرئ، ستاسو ډاکټر ممکن د ستوني پاكوونې نمونه واخلي ترڅو وښایې چې ایا د ستوني خوږ د مکروب یا وایرس له امله رامنځته شوی. د ټیسټ نتیجي معموال په 48 ګنټو کې دننه تیازیږي.
- که د ټیسټ نتیجي منفي وي، مکروب وژونکي به کار ونه کړي ځکه چې د ستوني خوږ غالبأ د وایرس له امله شوی وې.
- که چیرې د ازموینې پایله مثبته وي، نو ستاسو ډاکټر ممکن پریکړه وکړي چې د مکروب وژونکی نسخه تجویز کړي.
- د کورنۍ نور کسان اړتیا نلري چې ازموینه یې وشي ترهغه پورې چې دوی ناروغه نه وي.
انتظام:
- په کافی مقدار مایعات وڅښئ لکه اوبه.
- د ستونی خوږ او تبې لپاره د آسیټامینوفین یا آیبوپروفین(د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته پام وکړئ.
- د شپږ کالو ماشومانو او لوی او بالغانو لپاره، د ستوني ساده خوږي ګولۍ عالیم کموالی شي.
یاددښت: کوچني ماشومانو ته د ساه بندیدو خطر له امله خوږي ګولی ورنه کړل شي. - د لویو ماشومانو او بالغانو لپاره، د ګرم مالګې اوبو سره غرغړي کول به د ستونی ښه والی احساس وکړي. 1/2 د چايو كاشوغه د 1 پیالی (250 ملی لیټره) ګرمو اوبو سره ګډ کړئ. د 10 ثانیو لپاره غرغړي وکړئ. ممکن په ورځ کې 5-4 ځله دا ترسره کړې شي.
- تاسو یا ستاسو ماشوم بیرته عادي فعالیت ته تللې شئ کله چې ښه واحساسوي.
د غوږ درد

د Eustachian ټیوب منځنۍ غوږ او د ستوني شاته سر نښلوي. ځکه چې دا ټیوب په کوچنیو ماشومانو کې تنګ وې، دا په ځانګړې توګه د زکام سره بندیدې شي. دا بندیدنه د انتان سبب ګرځیدې شي.
دا په یاد لرل مهم دي چې 80-70٪ ماشومان چې د غوږ انتان لري د مکروب وژونکی پرته به ښه شي. د غوږ ځینې انتانات د وایرسونو له امله او ځینې د مکروب له امله کیږې. محتاط انتظار یو مناسب طریقه ده چې ستاسو ډاکټر یې سپارش کوي.

عالیم:
- تبه
- د غوږ درد
- بې زغمي
مخنيوی:
- خپل السونه په مکرر ډول ومینځئ او خپل ماشوم ته د الس مینځلو په هکله زده کړه ورکړئ ځکه چې د غوږ ډیر انتانات د زکام وروسته رامنځته کیږي.
- د خپل ماشوم د دوهم الس سګرټ څکولو څخه ډډه وکړئ.
- خپل ماشوم ته په داسې حال کې چې پروت وي د اوبو څښلو بوتل مه ورکوئ.
انتظام:
- د درد او تبې لپاره د آسیټامینوفین یا آیبوپروفین (د کڅوړې الرښوونو سره سم) کارولو ته غور وکړئ.
- د غوږ په بهر برخه باندې تود ټوکر کیږدئ.
- انټي هسټامین او ټینګښت کموالي درمل د غوږ انتان سره مرسته نه کوي.
- په ځینو حاالتو کې ستاسو ډاکټر ممکن ستاسو د ماشوم د غوږونو معاینه کولو وروسته مکروب وژونکي نسخه کړي.
د مکروب وژونکی مقاومت د خطر له امله، دا نور سپارښتنه نه کیږي چې د اوږدې مودې لپاره مکروب وژونکي ورکړئ چې د غوږ انتاناتو مخه ونیسي.
ټوخې

په لویانو او ماشومانو کې ډیر ټوخی د تنفسي الرې د وایرسی انتانونو له امله رامنځته کیږي (الندې چارټ وګورئ). مکروب وژونکي باید یوازې د ټوخي لپاره وکارول شي که چیرې ناروغه د مکروب له امله نمونیا ولري یا د پرتوسس لپاره مثبت ازموینه وکړي.
عالیم:
- تبه، ټوخی او د سینې درد.
- د ټوخې سره خراشكي راتلل چې کیدای شي زیړ یا شنه وي. دا پدې معنی نه ده چې دا د مکروبي انتان دی.
- د ساه ټغهار کیدای شی واقع شی.
یاددښت: د وایرس و سینې انتان سره، د %45 خلک بیا هم د 2 هفتو وروسته ټوخی کوي. د %25 خلک بیا هم د 3 اونیو وروسته ټوخی کوي.

ناروغي | ځای | د عمر ډلې | المل |
الرینجایتټس | غږی تارونه | لوی ماشومان/ځوانان | وایرس |
کروپ | غږی تارونه او ساه نل | کوچني ماشومان | وایرس |
برونچیت1 | د تنفس نلونه (لوی) | لوی ماشومان/ځوانان | وایرس |
برونچیولائٹس | د تنفس نلونه (کوچني) | نوی زېږېدلى کوچني | وایرس |
نمونیا | د هوا کڅوړې | هر عمر | باکتریا او ویروسونه |
پرتوسس | د پوزې تر سږو پورې | هر عمر | باکتریا |
1 هغه ناروغان چې د سږو د اوږدې مودې سخته ناروغۍ لري کله ناکله د مکروبي انتان باندې اخته کیږي کله چې دوی د برونکایټس اخته کیږي.
انتظام:
- په کافی مقدار مایعات وڅښئ لکه اوبه.
- د ټوخي ضد دارو ممکن د لویو ماشومانو او بالغانو سره مرسته وکړي.
یاددښت: دا محصوالت د شپږو کالو څخه کم نوی زیږدلي کوچني یا ماشومانو ته مه ورکوئ.
یاددښت: د ټوخي شربت ممکن د تبې کمولو دارو هم ولري. لیبلونه په احتیاط سره ولولئ او د خپل دواساز یا ډاکټر سره يي چیک کړئ ترڅو د زیات ډوز څخه مخنیوی وشي. - د ټوخي ساده څاڅکي یا خوږي ګولي ممکن د لویو ماشومانو او بالغانو سره مرسته وکړي. د مکروب وژونکي ټوخي څاڅکو څخه ډډه وکړئ ځکه چې دوی د مکروب وژونکی مقاومت سبب کیدای شي.
یاددښت: د ټوخي څاڅکي باید د شپږو کالو څخه کم عمرماشومانو ته د ساه بندیدو خطر له امله ورنه کړئ - د مکروبي نمونیا تشخیص لپاره د سینې ایکس رې سپارښتنه کیږي. تشخیص وشي، مکروب وژونکي عموماً تجویز کیږي.
هغه شدید عالیم چې باید د یو طبي مسلکي لخوامعاینه شي

دا عالیم د ډاکټر یا نرس متخصص پاملرنې ته اړتیا لري.
تبه
- که چیرې د 3 میاشتو څخه کم ماشوم تبه ولري، نو د دوی باید سمدستې معاینه وشي.
- که چیرې د هر عمر ماشوم تبه ولري او ناروغه ښکاري، نو د دوی باید همدا اوس معاینه وشي.
- که چیرې د هر عمر ماشوم د 3 ورځو څخه زیاته تبه ولري، نو د دوی په 24 ساعته کې دننه معاینه وشي.

د غوږ دردکه
چیرې ماشوم د غوږ درد ولري نو ډاکټر ته الړ شئ:
- دوی لوړه تبه هم لري، یا
- دوی ناروغه ښکاري، یا
- دوی د غوږ تر شا سوروالی یا پړسوب لري، یا
- د دوی غوږونه مخ ته وړل کیږي؛ یا
- د اسټامینوفین/ایبوپروفین کارولو سره سره د دوی د غوږ درد د 24 ساعتو څخه ډیر شدید پاتې کیږي.
هغه بالغان چې تبه یا نورې ناروغۍ لري تل د خپل ډاکټر یا نرس متخصص سره مشوره کولو باندې غور وکړي که چیرې عالیم خرابیږي یا غیر معمولي شدید وي.
په Alberta کې، تاسو د Health Link (په 811 ) ته ټلیفون کوالی شئ،
که تاسو مشورې ته اړتیا لرئ یا د غوره عمل په اړه ډاډمن نه یاست.
په ماشومانو کې د روغتیا ستونزو په اړه د عملي مشورې لپاره، ahs.ca/heal, وګورئ، د عوامې معلوماتو سرچینه چې د Stollery Children’s Hospital لخوا ساتل کیږي.
د روغتیایي بیړنی حاالتونښې

که چیرې تاسو یا یو څوک چې تاسو یې پاملرنه کوئ د دې عالیمو څخه کوم یو ښکاره کړئ، نو مهرباني وکړئ سمدستی طبي پاملرنه وغواړئ.
تبه
سمدستي طبي پاملرنه وغواړئ که چیرې:
- د هر عمر کس چې د تبې سره ډیر بې صبره یا سست وي (د ویښ کیدو یا ویښ پاتې کیدو کې ستونزه لري)، پرله پسې قې کوي، او کیدای شي سخته ستونی ولري یا لوی داغونه چې نه ورکیږي کله چي تاسو په داغونو زور کړئ (دا ممکن د کوچنیو زخمونو په څیر ښکاري).

ساه اخیستل
سمدستي طبي پاملرنه وغواړئ که چیرې:
- د هر عمر یو ناروغه کس چې په ساه اخیستلو کې ستونزه لري (د ډکې پزې له امله نه وي).
- یو ناروغ سړی چې د معمول په پرتله ګړندی یا ورو تنفس کوي ، یا نیلي شونډې ، لاسونه یا پښې لري.

عمومي حالت
سمدستي طبي پاملرنه وغواړئ که چیرې:
- د هرعمر ناروغه د ویښېدو یا ویښ پاتې کیدو ستونړه لري یا د عادي حالت څخه اوتر، بي صبره یا ناړامه وي، سخت سر درد لري چې نه ښه کیږې، سخته ستونی لرې، داغونه یا ډیر زیړ پوټکی لري یا د لمس سره د یخ احساس کوي.
- یو ناروغ سړی د ډیهایډریشن یا د اوبو نشتوالي نښې لري ، پشمول د وچ پوستکي ، وچه خوله ، په ماشوم کې نرم ژور ځای (فونټینیل) ، یا ډیر لږ ادرار.
د سمدستي طبي پاملرنې په لټه کې نور دلیلونه پدې کې شامل دي:
- که چیرې ناروغه کس په تیرولو کې ستونزه ولري یا د خولې څخه ډیری الړی غورځوي.
- که د هر عمر ناروغ کمزوری وي، د حرکت توان نلري، یا ناڅاپي حمله وکړي.
دا معلومات یوازې د حوالې په توګه ورکول کیږی. په هر وخت کې، تاسو باید خپله پوهه او قضاوت وکاروئ چې ایا تاسو اړتیا لرئ د ډاکټر، نرس، یا نرس متخصص سره خبرې وکړئ.
په Alberta کې، تاسو د Health Link (811 ډایل کړئ) ته ټلیفون کوالی شئ، که چیرې تاسو مشورې ته اړتیا لرئ یا د غوره عمل په اړه ډاډمن نه یاست.
د مکروب وژونکی مقاومت
د مکروب وژونکی مقاومت څه شی دی؟
- د مکروب وژونکو هر کارول، که د سم یا غلط دلیل لپاره وي، کولی شي د مکروب وژونکی مقاومت المل شي. د مکروب وژونکی مقاومت د پراختیا محدودولو لپاره، د مکروب وژونکي یوازې هغه وخت وکارول شي کله چې به حقیقت کې ورته اړتیا وي.
- د مکروب وژونکی مقاومت د مکروب یو دفاعي میکانیزم دی چې دوی ته اجازه ورکوي ژوندي پاتې شي او زیات شي، حتی کله چې یو مکروب وژونکی موجود وې. هغه مکروب چې د مکروب وژونکی مقاومت لري ځینې وختونه د “سوپربګز” په نوم یادیږي
- کله چې مکروب د مکروب وژونکی مقاومت ولري، نو هغه مکروب وژونکي چې په تیرو وختونو کې یې کار کړې نور کار نه کوي.
- د مکروب وژونکی مقاومت لرونکي مکروب له امله رامنځته شوي انتانونه ستونزمن وې او ځینې وختونه یې درملنه یا عالج ناممکنه وي دا کیدی شي د اوږدې ناروغۍ او احتمالي مړینې پایله ولري.
- په یاد ولرئ، مکروب مقاومت لري — تاسو نه! حتی ډیر صحتمنده خلک چې هیڅکله یې مکروب وژونکی نه وې اخیستي نو د نورو سرچینو څخه د مکروب وژونکی مقاومت لرونکي مکروب سره اغیزمن کیدی شي.
مکروب وژونکي به د وایروسي انتاناتو سره مرسته ونه کړي، لکه زکام، انفلونزا، او د سږو انتان (د سینې زکام). د دې انتاناتو لپاره د مکروب وژونکو کارول د مکروب وژونکی مقاومت المل کیدی شي.
تاسو باید څه وکړئ؟
کله چې تاسو یا ستاسو ماشوم زکام یا ټوخی لرئ نو د مکروب وژونکی اخیستلو تمه مه کوئ ډیر دغه انتانات د وایروسونو له امله رامینځته کیږي او مکروب وژونکي به مرسته ونه کړي.
د خپل ډاکټر سره بحث وکړئ چې ایا ستاسو انتان وايروسي یا د مکروبي دې او ایا یو مکروب وژونکی ته ضرورت شته.
کله چې تاسو (یا ستاسو ماشوم) د زکام عالیم، ټوخی، یا د ستوني خوږ ولرئ نو صبر وکړئ. زیاتره د وایروسی ناروغۍ د ښه کیدو څخه مخکي 4–5 ورځې وخت نیسي او د مکمل ښه کیدو لپاره تر 3 اونۍ پورې وخت نیسي.
د زکام یا نزلې په موسم کې، خپل السونه په مکرر ډول ومینځئ چې د ناروغه کیدو څخه ډډه وکړئ. په راتلونکې مخ باندې زموږ د الس مینځلو تفصيلي مشورې تعقیب کړئ.
د سوپربګونو سره د مبارزې څخه ډډه وکړئ. انټي بیوټیکونه په هوښیارۍ سره وکاروئ!
لاسونه مینځل

السونه مینځل د انتاناتو د خپریدو د مخنیوي ترټولو غوره طریقه ده. 80 %عام انتانات د السونو د الرې خپریدې شي.
کله خپل السونه ومینځئ:
- د ډوډۍ څخه مخکی
- د خواړه تیارولو څخه مخکي، پرمهال او وروسته
- د مور شیدو ورکولو څځه مخکی
- د تشناب کارولو څخه وروسته یا د ماشوم سره د تشناب کارولو کې مرسته کولو څخه وروسته
- د خپلې پوزې سڼولو یا د یو ماشوم د پوزې پاکولو څځه وروسته
- د نورو سره شریک شوي شیانو د سمبالولو وروسته
- د تماس لینزونه لګولو یا لری کولو څخه مخکی
- د یو ناروغه پاملرنه کولو څخه مخکي او وروسته
- د څارویو سره د تماس یا تغذیې، یا د څارویو فضله سمبالولو وروسته
څنګه السونه ومینځئ :
- اوبه او صابون وکاروئ. یوازې په اوبو مینځل جراثیم له منځه نه وړي.
- خپل السونه لوند کړئ.
- ساده صابون پرې ولګوئ د مکروب ضد صابون مه کاروئ.
- خپل السونه لږ تر لږه د 20 ثانیو لپاره یوځای ومږئ (یا هغه وخت چې دا یې د ټوینکل، ټوینکل، لټل سټار سندره ویلو لپاره اخلي). د خپلو السونو ټولې برخې لکه د خپلو ورغویو پشمول، د ګوتو، غټو ګوتو، شا، مړوندونو، ګوتو سرونو او نوکونو ترمنځ ومینځئ.
- خپل السونه د 10 ثانیو لپاره ومینځئ.
- خپل السونه د ځان وچونی سره ښه وچ کړئ.
تاسو څه باید وکړئ:
- د ډاکټرانو، غاښونو ډاکټرانو، نرسانو او معالجینو نه تمه وکړئ چې تاسو یا ستاسو ماشوم د معاینه کولو څخه مخکي خپل السونه ومینځي.
- دا ډاډمن کړئ چې ساده صابون ستاسو د ماشوم د ښوونځي په تشناب او ستاسو د کار په ځای کې موجود وې.
- دا ډاډمن کړئ د ماشومانو د پاملرنې ځایونه د لویانو او ماشومانو لپاره د السونو مینځلو لپاره ځایونه لري.
- ساده صابون وکاروئ. ساده صابون هم د مکروب ضد صابون په شان کار کوي. د مکروب ضد صابون سپارښتنه نه کیږي ځکه چې دا د مکروبي مقاومت سبب ګرځې او د ساده صابون نه ډیر موثره نه دي.
- د بیلګې په توګه درس ورکړئ.


Do Bugs Need Drugs, Communicable Disease Control Program,
Alberta Health Services.
DBND@ahs.ca
www.dobugsneeddrugs.org
© 2022 Alberta Health Services,
Provincial Population & Public Health
This work is licensed under a Creative Commons Attribution-Non-commercial-Share Alike 4.0 International license. To view a copy of this licence, see https://creativecommons.org/licenses/by-nc-sa/4.0/. You are free to copy, distribute and adapt the work for non-commercial purposes, as long as you attribute the work to Alberta Health Services and abide by the other licence terms. If you alter, transform, or build upon this work, you may distribute the resulting work only under the same, similar, or compatible licence. The licence does not apply to AHS trademarks, logos or content for which Alberta Health Services is not the copyright owner.
Disclaimer statement:
This material is intended for general information only and is provided on an “as is”, “where is” basis. Although reasonable efforts were made to confirm the accuracy of the information, Alberta Health Services does not make any representation or warranty, express, implied or statutory, as to the accuracy, reliability, completeness, applicability or fitness for a particular purpose of such information. This material is not a substitute for the advice of a qualified health professional. Alberta Health Services expressly disclaims all liability for the use of these materials, and for any claims, actions, demands or suits arising from such use.